مؤمن روغتون د افغانستان د پېژندل شوي خبریال او رسنیز شخصیت سپین تڼۍ کوربه و. په دې ۳۰ دقیقې ځانګړې مرکه کې د روغتون عمومي رئیس او یو شمېر طبي متخصصینو د روغتون د روغتیايي خدمتونو، طبي امکاناتو او تجهیزاتو، د بېلابېلو څانګو د فعالیتونو او خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روغتون د هڅو په اړه خبرې وکړې.

دغه مرکه د مؤمن روغتون د طبي وړتیاوو د معرفي کولو، د عامه پوهاوي د لوړولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې د دغه روغتیايي مرکز د ژمنتیا د څرګندولو لپاره یو مهم فرصت و.
د بشپړې ویډیو د کتلو لپاره، لاندې لینک باندې کلیک وکړئ.
https://www.facebook.com/share/v/1Hhe3SU4ZW/?mibextid=wwXIfr

مؤمن روغتون؛ یو نوم چی باور پرې کېدای شی.